د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو او عامه ښاري ترانسپورت نوی مرستیال معرفي شو!

1 اسد 1401

د کابل ښاروالۍ مقام په وړاندیز او د ریاست الوزرا محترم مقام د حکم پر بنسټ ښاغلی انجنیر عامر یاسر د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو او عامه ښاري ترانسپورت د نوي مرستیال په توګه په دنده وګمارل شو او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یادې ادارې کارکوونکو ته ور وپیژندل شو. په یادو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور خبرې وکړې او ویې ویل چې، ښاغلی یاسر له غوره تجربو برخمن دی او په ټاکل کیدو سره به یې د رغونې او بیارغونې پلانونو په پلي کیدو او ترافیکي نظم کې د غوره بدلون شاهدان و اوسو. ورپسې د ودانیزو چارو او عامه ښاري ترانسپورت نوي مرستیال په خپلو خبرو ډاډ څرګند کړ، چې د قوي هوډ، ارادې او علمي تجربو له مخې به کابل ښاریانو ته ریښتني خدمتونه وړاندې کوي. نوموړي د عمراني او ټولګټو پروژو په پلي کیدو کې د برابرې پراختیا پر اصل ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې په تیر کې محرومو ناحیو او سیمو ته به ځانګړې پاملرنه کوي. ښاغلی عامر یاسر په انجنیرۍ څانګه کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري او د تیر یوه کال په موده کې یې په بیلابیلو ادارو کې دنده ترسره کړې ده.