د کابل ښاروالۍ د مسئولانو او د چارو ادارې د ټولنیزو او فرهنګي چارو ریاست ترمنځ د اوبو د لګښت کمولو او ترځمکې لاندې اوبو د مدیریت په اړه ګډه د همغږۍ غونډه ترسره شوه. د جوړو شوو پلانونو له مخې د ناقانونه ژورو څاګانو له کیندلو څخه د مخنیوي، په کابل ښار کې تر ځمکې لاندې اوبو د مدیریت او د اوبو د لګښت کمولو په اړه په غونډه کې بحث وشو او اړینې پریکړې ترسره شوې. ټاکل شوې ده اړوند ادارې د ګډ مسئولیت له مخې په دې برخه کې غوره کړنې ترسره کړي.
د اوبو د لګښت کمولو په اړه ګډه د همغږۍ غونډه ترسره شوه !
2 اسد 1401