د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې اوسیدونکو د زرغون کمربند پروژې په ساتنه او خړوب کې برخه واخیسته!

2 اسد 1401

د پنځلسمې ناحیې یو شمیر ښاریانو او مشرانو د کابل ښاروالۍ له مسئولانو سره یو ځای د هوايي ډګر شمال لوري ته په قصبه سیمه کې د زرغون کمربند پروژې په ساتنه او خړوب کې برخه واخیسته. د یادې ناحیې اوسیدونکو ژمنه وکړه چې له کابل ښاروالۍ سره به په ګده د یادې پروژې دوامداره څارنه او ساتنه کوي، چې کابل ښاروالي د دوی له دې نیک احساس مننه او ستاینه کوي. د قصبې اړوند په ۲۶۴ هکټاره ځمکه کې د زرغون کمربند په پروژه کې ۶۵۰۰ ونې او نیالګي شته، چې د ښاریانو له مرستې پرته کابل ښاروالي نشي کولای په سمه توګه ترې ساتنه وکړي. د زرغون کمربند پروژه په میرغلام ښارګوتي، له انجیرک تر کور جوړولو قصبې، قرغې، تنګي غارو، شیر دروازه غره، بیني حصار، اسمايي غره، قلعه مسلم، مرنجان تپه او کلوله پشته کې مخکې رامنځته شوې ده چې په وروستیو کې یې د ساتنې او خړوب مسئولیت کابل ښاروالۍ ته سپارل شوی دی. کابل ښاروالي له ټولو ښاریانو، سوداګرو، بنسټونو او خیریه موسسو څخه غواړي څو د یادې پروژې په تمویل او ساتنه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي.