الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کار په بدل کې د خوراکي توکو کڅوړې د ویش پروګرام پیل شو!

3 اسد 1401

د خوړو نړیوال سازمان له لوري د کار په بدل کې د خوراکي توکو کڅوړې د ویش لنډمهالی پروګرام له دریمې او پنځمې ناحیې څخه پیل شو. د یاد سازمان له لوري په دریمه او پنځمه ناحیه کې ۷۵۰۰ اړمنو او بې سرپرسته کسانو ته یادې کڅوړې وویشل شوې. له دې ډلې ۷۵۰ تنو د اوبو لښتي او ګلدانونه له کثافاتو پاک کړي وو او دغه راز یو شمیر واټونه یې جارو کړي وو. دا لنډمهالی پروګرام په هرو پنځلسو ورځو کې یو ځل ترسره کیږي او په هغه کې له نویو ناحیو نوي کسان ټاکل کیږي. د لنډمهالي کار ترسره کوونکو ته کاري وسایل لکه: موزې، خولۍ او جرابې هم ورکول کیږي. د کار په بدل کې د خوراکي توکو د کڅوړې ویش پروګرام به درې میاشتې دوام ومومي او د دې پروګرام له لارې به ډیر شمیر ښاریانو ته لنډمهالې بوختیاوې پیدا شي. د خوراکي توکو په کڅوړه کې یوه بوجۍ ۵۰ کیلويي اوړه، یو قطۍ ۵ لیتره غوړ او ۵،۵ کیلو لوبیا شامل دي.