د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښاري فرهنګ د ودې په موخه د څلورو ناحیو له ګذر وکیلانو او عالمانو سره غونډه ترسره شوه!

3 اسد 1401

د ښار په کچه د ۲۲ ګونو ناحیو له ګذر وکیلانو، عالمانو او ځوانانو سره د ښاري فرهنګ د ودې په موخه د عامه پوهاوي غونډو پر دوام د دریمې، څلورمې، پنځمې او شپږمې ناحیې له ګذر وکیلانو، عالمانو او ځوانانو سره د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور په ګډون د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور بیا په خپلو خبرو کې د ګذر وکیلانو پر مکلفیتونو او مسئولیتونو وغږید او زیاته یې کړه چې، ګذر وکیل باید د خپلې سیمې نمونه شخص وي، څو خبرې یې موکلین واوري او عمل پرې وکړي. بیا په خپل وار د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو رئیس مولوي محمد ناصر کبیري او د شپږمې ناحیې رئیس محمد ایوب ثابت په خپلو خبرو کې د مسئولانو او ګذر وکیلانو ترمنځ د همغږۍ په پیاوړي کیدو ټینګار وکړ. د غونډې په بله برخه کې د کابل ښاروالۍ د تنظیف، زرغونتیا او چاپیریالي روغتیا او چاپیریال ساتنې ریاستونو له لوري په خپلو اړوند کاري برخو کې ګډونوالو ته معلومات وړاندې شول. د یادو ناحیو د عالمانو شورا په استازیتوب مولوي روحاني وینا وکړه او په خپلو خبرو کې یې اسلام یو بشپړ نظام وباله چې په وینا یې د هرې برخې لپاره ځانګړي اصول لري. د غونډې په پای کې د ۲۲ ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو شورا رئیس حاجي وزیرګل خپلې ستونزې او غوښتنې له مسئولانو سره شریکې کړې او له کابل ښاروالۍ سره یې په ټولو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه. د یادونې وړ ده چې له ګذر وکیلانو سره د ښاري فرهنګ د ودې په موخه به د عامه پوهاوي غونډو دا لړۍ دوام ولري.