د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښار د عالمانو شورا غونډه ترسره شوه!

6 اسد 1401

د کابل ښار د دویشت ګونو ناحیو د عالمانو شورا غونډه د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو د رئیس محمد ناصر کبیري تر مشرۍ لاندې د ناحیو د عالمانو شورا د رئیسانو په ګډون ترسره شوه. په دې غونډه کې له اسلامي لارښونو سره سم پر ښاري ژوند خبرې وشوې او د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ هغه حکم چې پر بنسټ یې مولوي شمس الله د عالمانو شورا رئیس وټاکل شو، ګډونوالو ته ولوستل شو. وروسته د رایو په اکثریت شیخ محمد نور د مرستیال او مولوي عبدالحسیب د یادې شورا د منشي په توګه وټاکل شول. ګډونوالو دغه راز د اسلامي نظام د بقا او د چاپیریالي او ټولنیزو ستونزو د حل په اړه اړینې پریکړې ترسره شوې.