الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د قلعه زمان خان شپیته متره سړک چارې په دقت او چټکۍ ترسره کیږي!

9 اسد 1401

د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج مولوي سید عصمت الله عاصم د قلعه زمان خان شپیته متره سړک د فرعي لیکو د جوړیدو له چارو لیدنه وکړه او ټینګار یې وکړ، څو د یادې پروژې چارې په دقت او چټکۍ ترسره شي. اوس مهال د یاد سړک د فرعي لیکو په جوړیدو د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري کار روان دی او ټاکل شوې ده د روان کال په لړ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د قلعه زمان خان شپیته متره سړک ټولټال ۴۳۰۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره پراخوالی لري او د اصلي او فرعي سړکونو په ګډون په څلورو کرښو کې د ګلدانونو، جذبي کانالونو او پلو لارو په ګډون په بنسټیزه توګه ډیزاین شوی دی، چې مخکې یې ۷۰ سلنه کارونه ترسره شوي دي. یاد سړک د ښار مرکزي برخې له ختیځ او سویل زون سره نښلوي، چې په جوړیدو سره به یې د سړکونو د نښلیدو سربیره د نهمې، دولسمې او شپاړلسمې ناحیې، په ځانګړې توګه د بنایی او عبدالحق څلورلارې اوسیدونکو  ته ډیر شمیر، ترانسپورټي، ښاري او چاپیریالي اسانتیاوې رامنځته شي.