د بګرامیو نساجۍ سړک قیرچارې چې ټولټال د ۲۷۰۰ مترو په اوږدوالي او ۱۰،۵ مترو په پراخوالي په دوه اصلي کرښو کې د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري پیل شوې وې اوس یې تر بنسټیزو کارونو وروسته د یوې اصلي لیکې قیرچارې پیل شوې دي. یاد سړک په دوه اصلي لیکو کې د اوبو د لښتیو، ګلدانونو، پلو لارو، د روښنایی څراغونو او کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی. د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست هڅه کوي، څو د یاد سړک چارې په معیاري او بنستیزه توګه ترسره کړي.
د ۱۳۵۰ مترو په اوږدوالي د بګرامیو نساجۍ سړک قیرچارې پیل شوې
18 اسد 1401