الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د یو شمیر رغنیزو پروژو عملي چارې پیل کیږي!

17 اسد 1401

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ښار په کچه د یو شمیر رغنیزو پروژو عملي چارو پیل کیدو په موخه له فني او تخنیکي مسئولانو سره غونډه ترسره کړه.. کابل ښاروال د یو شمېر هغو پروژو د تدارکاتي پړاونو د چټکتیا په اړه چې چارې به یې پیل شي مسئولانو ته اړینې لارښونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې، تر کار لاندې پروژې باید په ښه کیفیت او دقت سره پلې شي.  نوموړي زیاته کړه چې د تخنیکي اسنادو پر بنسټ دې د پروژو له پرمختګ او کیفیت څارنه ترسره شي، څو له شته امکاناتو غوره ګټه واخیستل شي. ټاکل شوې ده له تدارکاتي پړاونو وروسته ډیر ژر  په ښار کې د لسګونو رغنیزو پروژو عملي چارې پیل شي.