د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د اداري شورا غونډه ترسره شوه !

16 اسد 1401

د چارو د غوره همغږۍ او چټکتیا په موخه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید تر مشرۍ لاندې، د مرستیالانو او د مرکزي ریاستونو او ناحیو د رئیسانو په ګډون د اداري شورا غونډه ترسره شوه. په غونډه کې له ښاري ملکیتونو د غوره ګټې اخیستنې، د پاتې ښاري سیمو د ګذر بندۍ ، د لاسي توکو پلورونکو د فعالیتونو د تنظیم، د ودانیو لپاره د جواز ورکولو پر کړنلاره د بیا کتنې، د خصوصي تنظیفي شرکتونو د فعالیتونو ارزونې، تر استملاک لاندې ملکیتونو لپاره د بدیلې سیمې ټاکلو او د پراختیايي پلانونو پلي کولو او نورو موضوعاتو په اړه  بحث او خبرې وشوې. کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په خپلو خبرو کې خلکو په ریښتني خدمت کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې له ښاري سیمو باید سمه ګټه واخیستل شي. نوموړي وویل چې د ښار د غوره مدیریت لپاره اړینه ده څو معیاري خدمتونه وړاندې شي، ښاري اصول او قوانین په پام کې ونیول شي، او پروګرامونه په غوره توګه او پر وخت پلي شي. کابل ښاروال وویل چې د ښاروالۍ مسئولان زیار باسي څو خلکو ته ریښتیني خدمتونو وړاندې کړي او په دې برخه بې دریغه هڅې کوي.