د ښاریانو د غوره روغتیا په موخه د کابل ښاروالۍ د چاپیریالي روغتیا او چاپیریال ساتنې ریاست له لوري په بازارونو، لویو پلورنځیو، هټیو او عمده پلورنځیو کې د خوراکي توکو د مصرف له نیټې او کیفیت څخه څارنه وکړه. دغه راز فعالیت کوونکي وهڅول شول څو په خپله سیمه کې چاپیریال روغتیا او چاپیریال ساتنې ته پام وکړي. ښاریان باید د توکو اخیستو پرمهال د هغه د مصرف نیټې او کیفیت ته پام وکړي. تیر وخته او بې کیفیته خوراکي توکي له ښاره راټولیږي او د لمنځه وړلو په موخه ځانګړو ځایونو ته لیږدول کیږي."
"په بازارونو کې د خوراکي توکو د مصرف له نیټې او کیفیت څخه څارنه وشوه
16 اسد 1401