د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

"د ادارې او مدیریت په اړه د کابل ښاروالۍ د ریاستونو مرستیالانو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو!

15 اسد 1401

د ځاني ظرفیت لوړونې او د چارو د غوره توګه ترسره کیدو په موخه د کابل ښاروالۍ د ریاستونو مرستیالانو ته د ادارې او مدیریت په اړه د عامه پوهاوي روزنیز ورکشاپ پیل شو. د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر مشر مولوي عبدالقدیر حقاني د پیل په مراسمو کې وویل چې، دا ډول ورکشاپونه د کابل ښاروالۍ د مسئولانو لپاره خورا ګټور دي او له ګډونوالو یې وغوښتل څو په پوره علاقه او شوق په یاد ورکشاپ کې ګډون وکړي. ورپسې د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ رئیس مولوي عبدالرحیم احسان یاد ورکشاپ د ادارې او مدیریت په برخه کې د ټولو کارکوونکو په ځانګړې توګه د نوو ګمارل شوو کسانو لپاره مهم وباله او زیاته یې کړه چې دا ډول ورکشاپونه به د کارکوونکو په ورځنیو چارو کې غوره بدلون راولي. د ادارې او مدیریت په اړه دا روزنیز ورکشاپ د کابل ښاروالۍ د بشري سرچینو له لوري د ملکي خدمتونو انسټیټیوت په مرسته د یوې اونۍ لپاره په لاره اچول شوی دی او پکې به د پروګرامونو د پلان کولو، همغږۍ، رهبرۍ، د فعالیتونو د کنټرول او نورو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کیږي."