الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

"له وزیرمحمد اکبرخان تر شيرپور سیمې د نښلوونکي سړک چارې پیل شوې!

15 اسد 1401

"له وزیرمحمد اکبرخان تر شيرپور سیمې د نښلوونکي سړک چارې پیل شوې! د ګڼې ګوڼې د کمښت په موخه له وزیرمحمد اکبرخان تر شیرپور سیمې د نښلوونکي سړک چارې پیل شوې. یاد سړک د ۳۹۱ مترو په اوږدوالي او ۲۲.۵ مترو په پراخوالي د اوبو د لښتیو او پلو لارو په ګډون د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د روان کال تر پایه جوړیږي. دا سړک د وزیرمحمد اکبرخان ۱۵ سړک د شیرپور سیمې له دویم سړک سره نښلوي.  د دې سړک پر مسیر شپږ ملکیتونه تر استملاک لاندې وو چې د ویجاړولو چارې یې پیل شوې دي. د یاد سړک په جوړیدو سره به ترافیکي حجم وویشل شي او ورسره به د سیمې ډیر شمیر چاپيریالي ستونزې حل شي. سړکونه د ښارونو سوداګریز رګونه بلل کیږي نو ځکه د سړکونو جوړول د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو په سر کې ځای لري."