د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د فعالیتونو د ارزونې له هیئت سره لیدنه ترسره شوه!

12 اسد 1401

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د لوی څارنوال مولوي سعدالدین په مشرۍ، د اطلاعاتو او کلتور او ارشاد او دعوت وزارتونو د استازو په ګډون  د کابل ښاروالۍ د فعالیتونو  ارزونې په موخه له ټاکل شوي هیئت سره ولیدل او په یو شمیر موضوعاتو یې بحث وکړ. کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د یاد هیئت هرکلی وکړ او د مسئولیت منلو کچې د لوړولو او غوره حکومتوالۍ رامنځته کولو  په برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او ارزونه یې د نظام د ثبات او د چارو د غوره پرمختګ لپاره اړینه وبلله. نوموړي ټینګار وکړ چې د کړنلارو او قوانینو په چوکاټ کې به د خلکو ستونزو ته رسیدنه وکړي او هڅه به وکړي څو ښاري ستونزې په ښه توګه حل شي.  کابل ښاروال وویل چې د مسئولانو وظیفوي غفلت ورته د منلو نه دی او زیاته یې کړه چې د ښاریانو د رضایت ترلاسه کولو لپاره اړینه ده څو ادارې په خپل مینځ کې سره همغږې او همکارې و اوسي. ورپسې د هیئت مشر مولوي سعدالدین وویل چې ارزونه او پلټنه کاري کړنې ګړندۍ کوي او د مسئولیت منلو کچه لوړي. ټاکل شوې ده یاد هیئت د غوره خدمتونو وړاندې کولو او د نظام د ثبات په موخه د کابل ښاروالۍ د فعالیتونو په اړه خپلې ارزونې پیل کړي.