د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو ریاست له لوري د ګذر وکالت ټاکنو پر دوام د پنځلسمې ناحیې د ۲۷ م ګذر لپاره ټاکنې ترسره شوې چې، په پایله کې یې قاري عبدالسمیع رحیمي وکولای شول د خلکو د ۳۶۰ رايو په ترلاسه کولو سره د یاد ګذر د وکالت څوکۍ وګټي. ګذر وکیل د خلکو او مسئولانو ترمنځ د پل حیثیت لري او اړینه ده د خلکو واقعي خدمتګار و اوسي.
د پنځلسمې ناحیې د ۲۷ م ګذر لپاره وکیل وټاکل شو
12 اسد 1401