د اوومې ناحیې اړوند د چهلستون، ده دانا، اقاعلي شمس، دوغ آباد او باغ رئیس سیمې په بازارونو کې، لاسي توکو پلورونکو ته د نه خوځیدونکو کراچیو او غرفو په ویشلو سره ښاري نظم رامنځته شوی دی. د نه خوځیدونکو کراچیو په ویش له یوه لوري ښاري نظم رامنځته کیږي او له بل لوري د لاسي توکو پلورونکو فعالیتونه ډاډمن کیږي.