د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اوومې، اتمې او نهمې ناحیې له ګذر وکیلانو او دیني عالمانو سره غونډه ترسره شوه!

10 اسد 1401

د ښار په کچه د ناحیو له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او ځوانانو سره د ښاري فرهنګ د ودې په موخه د عامه پوهاوي غونډو پر دوام د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور په مشرۍ د اوومې، اتمې او نهمې ناحیې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او ځوانانو سره د ښاري فرهنګ د ودې په موخه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور بیا په خپلو خبرو کې وویل چې ګذر وکیلان باید د خپلو نورو دندو ترسره کولو ترڅنګ خلک له بې لاریو منع کړي او پوهې ته یې وهڅوي، ځکه پوهه او تعلیم د ټولنې یوه جدي اړتیا ده. بیا د تنظیف او چاپیریالي روغتیا او چاپیریال ساتنې ریاست له لوري د خپلو دندو، کارونو او مسئولیتونو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې شول. د دیني عالمانو په استازیتوب شیخ محمد نور ابراهیمي خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې، مسلمانان د ځان او ټولنې د پاکۍ ساتلو پر وړاندې مسئول دي او په دې برخه کې باید ټول خپل مسئولیتونه ادا کړي. ورپسې د ګذر وکیلانو له ډلې عبدالمحیب صافي خبرې وکړې او له کابل ښاروالۍ سره یې په ټولو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه. ټاکل شوې ده یو پر بل پسې دا پروګرام د ټولو ناحیو له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او ځوانانو سره پلی شي.