د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ عوایدي غونډه ترسره شوه!

18 اسد 1401

د کابل ښاروالۍ عوایدي غونډه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ د رئیسانو او د ناحیو د عوایدو د مدیرانو په ګډون ترسره شوه. په غونډه کې په غوره توګه د عوایدو پر راټولولو او د ګټورو ښاري خدمتونو  وړاندې کولو په اړوند بحث وشو او اړینې پریکړې ترسره شوې. کابل ښاروال وویل چې ښاري خدمتونه وړاندې کول په عوایدو پورې اړه لري او اړینه ده په معیاري او قانوني توګه د کابل ښاروالۍ له عوایدي سرچینو د عوایدو په راټولولو کې هڅې وشي. نوموړي زیاته کړه چې د واټونو ترڅنګ له پارکینګونو  دې غوره ګټه واخیستل شي او لاسي توکو پلورونکو ته د ځانګړي فیس د ټاکلو برخې ته دې پام وشي، څو له دې وروسته لاسي توکي پلورونکي او ګرځنده کراچۍ د ښاري بې نظمیو سبب ونه ګرځي. کابل ښاروال دغه راز وویل، چې هغه متشبثین چې له پارکینګونو پیسې راټولوي، د قرارداد اسناد دې یې و ارزول شي او له فعالیتونو دې یې دوامداره څارنه وشي، لاسي توکي پلورونکي باید خپل فعالیتونه د کابل ښاروالۍ له لوري له وړاندې شوې طرحې سره برابر کړي. نوموړي څرګنده کړه چې په یو شمیر ناحیو کې د عوایدي پلان په تنقیص خفه دی او ټینګار یې وکړ چې د عوایدو په راټولولو په ځانګړې توګه د صفایۍ د محصول په برخه کې دې قانوني چلند وشي او عواید دې پر وخت راټول کړل شي. کابل ښاروال وویل چې عواید دې د کابل ښاروالۍ له وړاندوینې سره سم راټول شي، څو پر بنسټ یې ښاریانو ته غوره ښاري خدمتونه وړاندې شي.