الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په کوټه سنګي سیمه کې د ګلدانونو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول!

19 اسد 1401

په کوټه سنګي سیمه کې هوايي پله ته څیرمه له غصب او ناقانونه تاسیساتو د سیمې تر پاکولو وروسته، اوس په دې ځای کې د کابل ښاروالۍ له لوري د ۱۵۵ مترو په اوږدوالي او ۵ مترو پراخوالي پنځه ګلدانونه جوړ شوي دي. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني د یادو ګلدانونو د ګټې اخیستنې ته سپارلو په مراسمو کې مسئولانو ته د ګلدانونو په سم ساتلو او پالنه ټینګار وکړ. نوموړي هیله څرګنده کړه چې، په دې برخه کې باید ښاریان هم همکار و اوسي، ځکه ښاروالي په یوازې توګه نشي کولای کابل ښار په یوه زرغون ښار بدل کړي. یاد ګلدانونه د پنځمې ناحیې کمپنۍ پر لوري په بنسټیزه توګه جوړ شوي دي، چې پکې ۱۵۰ مورپان او ۴۰۰ مرسل ګل کرل شوي او په راتلونکې کې به نوره هم پراختیا ورکړل شي.