د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اداري او مالي چارو په اړه څلور ورځنۍ ورکشاپ پای ته ورسید

19 اسد 1401

د اداري او مالي چارو په اړه د کابل ښاروالۍ د بشري سرچینو له لوري د ملکي خدمتونو د انسټیټیوت په مرسته د کابل ښاروالۍ د مرکزي ریاستونو او ناحیو د مرستیالانو لپاره د ظرفیت لوړونې څلور ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید.  د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج مولوي سید عصمت الله عاصم د پای په مراسمو کې یاد ورکشاپ مهم وباله او زیاته کړه چې، دا ډول ورکشاپونه به له نویو ګمارل شویو مسئولانو سره مرسته وکړي، څو مالي او اداري چارې په سمه توګه پر مخ یوسي. په دې څلور ورځني ورکشاپ کې د پروګرامونو د پلان کولو، غوره همغږۍ، رهبرۍ، د فعالیتونو د کنټرول، بشري سرچینو او نورو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې شول. د اداري او مالي چارو په اړه دا څلور ورځنۍ ورکشاپ ګډونوالو ته د تصدیق پاڼو په ویشلو سره پای ته ورسید.