الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنجصد فامیلو څلور لارې د ښکلا چارې پیل شوې!

19 اسد 1401

د کابل ښار د ۱۱مې او ۱۵مې ناحیې اړوند د میرزا عبدالقادر بیدل سړک په اوږدو کې د پنجصد فامیلو څلورلارې د ښکلا چارې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور په ګډون پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د ټولنيزو او کلتوري چارو مرستیال وویل چې، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رياست د ښار د ښکلا لپاره يو په بل پسې د ښار په بېلابېلو برخو کې د ښاري ښکلا پروګرامونه پلي کوي، څو پاک او ښایسته ښار ته لاس رسی پیدا کړو. د یادې څلورلارې د ښکلا په چارو کې د اوبو فوارې، زرغونې سیمې، د ښکلا څراغونه او د کټارو په ګډون د ښکلا یوه بڼه شامل دي، چې د فرهنګي ارزښتونو  د ساتلو په موخه به په بنسټیز او معیاري توګه جوړ شي او ورسره به د کابل ښار په ښکلا کې ډیروالی راشي. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وويل، چې د ښاري ښکلا پروګرامونو په پلي کولو سره له یوه لوري ښاري ښکلا ډیره شوې او له بل لوري ورسره د خلکو په رواني دید کې غوره بدلون راغلی دی.  نوموړي وویل چې ډیر ژر به د بت خاک او میوند واټ په څلورلارو کې هم د ښاري ښکلا پروګرامونه پلي شي. د یادونې وړ ده چې تر دې مهاله د کابل ښار په ۱۴ برخو کې د ښاري ښکلا پروګرامونه پلي شوي دي.