د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:28 ق-ظ
لمر راختل 5:01 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:35 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:36 ب-ظ
د ماښام آذان 6:43 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:14 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 87.4750 افغانی
1 یورو 92.2200 افغانی
1 درهم 23.8250 افغانی
1 تومان 0.0028 افغانی
1 کلدار 0.3575 افغانی
1 هندی 1.0263 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پلټنې عالي ادارې تخنیکي ټیم د کابل ښاروالۍ د عوایدو ریاست او پنځو ناحیو اداري کړنې و ارزولې!

19 اسد 1401

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د پلټنې عالي ادارې له تخنیکي ټیم سره د عوایدو ریاست او په پنځو ناحیو کې د عوایدو برخې د اداري کړنو د ارزولو په اړه بحث او خبرې وکړې. کابل ښاروال د شفافیت د رامنځته کیدو، حساب ورکونې او غوره حکومتوالۍ په برخه کې د پلټنې عالي ادارې هڅې وستایلې او ډاډ یې څرګند چې، په راتلونکو اجراآتو کې به د مسئولانو لپاره د مکافاتو او مجازاتو اصل ته پام کوي.  نوموړي زیاته کړه چې له پلټنې عالي ادارې سره به په ګډه هڅه وکړي څو په کارونو کې کیفیت او موثریت رامنځته شي، ځکه له فاسد سره د مبارزې په برخه کې د دوی فعالیتونه مهم دي او د کابل ښاروالۍ رهبري چمتو ده څو په دې برخه کې هر ډول ګډو هڅو ته زمینه برابره کړي.