الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 66.12 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بګرامیو په منډوي سیمه کې د یوې یخ خونې او میوې مارکيټ د جوړیدو طرحه وړاندې شوه

22 اسد 1401

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د بګرامیو منډوي په سیمه کې د یوې یخ خونې او د میوې مارکیټ د جوړیدو طرحه و ارزوله او د لا ډیرې بډاینې په موخه یې خپل نظرونه شریک کړل. کابل ښاروال د خصوصي سکټور لپاره د پانګې اچونې په برخه کې یاده طرحه ګټوره وبلله او له هغې یې هرکلی وکړ. نوموړي وویل چې چمتو ده څو د خصوصي سکټور په برخه کې د پانګې اچونې لپاره غوره زمینه برابره کړي. د بګرامیو منډوي سیمه ۱۶۴ جریبه ځمکه لري او کابل ښاروالي ژمنتیا لري څو د خصوصي داخلي سکټور په مرسته په یاده سیمه کې غوره بدلون راولي.