د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د ایران له سفیر سره ولیدل

22 اسد 1401

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په کابل کې د ایران له سفیر ښاغلي بهادر امنیان سره په لیدنه کې د کابل ښار د پراختیايي پلانونو د پلي کولو، ښاري مدیریت او د نویو زیربنايي پروژو د پلي کولو په اړه بحث او خبرې وکړې. کابل ښاروال په کابل ښار کې د لویو عمراني او ټولګټو پروژو د پلانونو په اړه رڼا واچوله، چې په دې برخه کې به د ایران ملتیا له ځان سره ولري. نوموړي زیاته کړه چې، د کابل او د ایران د ښارونو ترمنځ باید اړیکې پیاوړې شي او په عملي او فني برخه کې همکارۍ باید پراختیا پیدا کړي. کابل ښاروالي پلان لري څو له ګاونډیو هیوادونو  په ځانګړې توګه له ایران هیواد د کثافاتو د مدیریت، ترانسپورت او نورو ښاري مسایلودپه برخه کې تجربژ ترلاسه کړي. ورته مهال د ایران سفیر ژمنه وکړه چې د کثافاتو د مدیریت په برخه کې د ظرفیت لوړونې، د  پروژو د ډیزاین، د کابل سیند پر سر د هوايي پلونو د جوړولو، ترانسپورت، سړک جوړونې، له کثافاتو د بیا ګټې اخیستنې، د زرغونو سیمو د پراختیا، د اوبو رسونې د شبکو جوړولو او تفریحي ځایونو جوړولو په برخو کې به له کابل ښاروالۍ سره همکاري کوي.