د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د تېر یوه کال د کړنو په اړه خبري کنفرانس ترسره شو!

23 اسد 1401

کابل ښاروالۍ د لومړی داسې ادارې په توګه چې د اسلامي امارت له بري وروسته یې پرته له ځند فعالیتونه پیل کړل، په تیر یوه کال کې یې په ډیری برخو کې غوره لاسته راوړنې درلودې. د ۱۴۰۱ کال د زمري میاشتې په ۲۳ نیټه کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د پلان پالیسۍ څارنې او ارزونې رئیس محمد آصف جلالزي او ورسره د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو سلاکار نعمت الله بارکزي، د حکومت د رسنیو په مرکز کې په تیر یوه کال کې د خپلو ترسره کړو فعالیتونو په اړه له رسنیو او ملت سره معلومات شریک کړل. کابل ښاروال وویل چې  کابل ښاروالۍ په تیر یوه کال کې په ډیری برخو کې لاسته راوړنې درلودې چې له ډلې یې تنظیفي فعالیتونه پرته له ځنډه ترسره شوي، زرګونه جریبه ځمکې له غصب ژرغول شوې دي،  ۹۲ سړکونه، کوڅې او پلې لارې له کانګریټي او نورو خنډونو پاک شوي او په تیر یوه کال کې یې له عوایدي سرچینو ۳ میلیاده او ۶۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د کابل ښاروالۍ د پلان پالیسۍ، څارنې او ارزونې ریاست رئیس محمد اصف جلالزي بیا په مفصله توګه په تیر یوه کال کې د کابل ښاروالۍ د کړنو راپور شریک کړ، چې په وینا یې په تیر یوه کال کې یې د کابل ښاروالۍ له پرمختیايي بودجې لسګونه پروژې پلې کړې دي، د لسګونو نورو کارونه روان دي او ډیر شمیر یې د پیل کیدو په حال کې دي. د نوموړي په وینا د ښار د پاکوالي په موخه یې له ښاره ۳۷۹۱۴۲ مټریک ټنه کثافات راټول او دګزک سیمې ته لیږدولي دي او د کال په پیل کې یې تر ۲۰۰ زره ډیر نیالګي او سلګونه زره نور زینتي بوټي  د کابل ښار په بیلابیلو برخو کې د زرغونتیا په موخه کینولي دي.
یاد خبري کنفرانس د کابل ښاروالۍ مسوولانو له لوري د رسنیو پوښتنو ته په ځواب سره پای ته ورسېد.