د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په قلعه احمدخان سیمه کې لوی تنظیفي حشر ترسره شو!

23 اسد 1401

له نارنجي اغوستونکو څخه د ملاتړ  او د تنظیفي چارو د غوره ترسره کیدو په موخه د شپاړلسمې ناحیې اړوند په قلعه احمدخان سیمه کې د سیمې د اوسیدونکو په ګډون لوی تنظیفي حشر ترسره شو. په یاد حشر کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني هم ګډون کړی وو او په خپلو خبرو کې یې دا ډول حشرونه د ښار د پاکۍ لپاره اړین وبلل او د سیمې له اوسیدونکو یې وغوښتل څو په بیلابیلو برخو کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. نوموړي دغه راز له ښاریانو وغوښتل، چې د صفایۍ محصول پر وخت ورکړي، څو کابل ښاروالي وکولای شي له دې لارې د خپلو پروژو لګښتونه پوره کړي. ورته مهال د شپاړلسمې ناحیې رئیس مولوي محمد عارف د سیمې د خلکو دا نیک اقدام وستایه او ویې ویل چې، د خدمت کولو لپاره قوي اراده لري، خو د ښاریانو له همکارۍ پرته نشي کولای پروګرامونه په غوره توګه پلي کړي. د حشر په پای کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال، د شپاړلسمې ناحیې رئیس او د تنظیف ریاست مرستیال د غوره کړنو ترسره کولو له امله د قلعه احمدخان سیمې د مشرانو له لوري وستایل شول.