د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په سید جماالدین افغان منځني ښوونځي کې د عامه پوهاوي پروګرام جوړ شو!

30 سنبله 1401

 8949.jpg (1820 × 1024)

د ښاري فرهنګ د ودې په موخه د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د اړيکو او عامه پوهاوي آمریت له لوري دا ځل په سیدجماالدین افغان منځني ښوونځي کې د عامه پوهاوي پروګرام جوړ شو. په دې پروګرام کې د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد د ښاري اصولو او مقرراتو د پام کې نیولو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې، اړینه ده هر یو زموږ په ښاري ژوند کې ښاري فرهنګ په پام کې ونیسي. وروسته د یاد پروګرام مسئول حاجي محمود واحدي و ویل چې په پوهنیز بهیر کې د اخلاقیاتو او دوه اړخیز درناوي په پام کې نیول زموږ د عقيدې او اسلامي لارښونو برخه ده؛ له دې کبله د ښوونځي له زده کوونکو او ښوونکو هیله وشوه څو، د ښاري پاکۍ، د زرغونو سیمو د ساتنې  او له ښاري تاسیساتو د غوره ګټې اخیستنې په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. د ښاري فرهنګ په پام کې نیول د انساني ژوند یوه مهمه برخه ده چې د دودولو په برخه کې یې نه یوازې کابل ښاروالي؛ بلکې ټول بنسټونه، ادارې، پوهنتونونه او ښوونځي مسئولیت لري. د عامه پوهاوي په دې پروګرام کې د یو شمېر ښاري موضوعاتو په اړه ویډیويي کلیپونه نندارې ته وړاندې شول او دغه راز په زده کوونکو یو شمیر ښوونیز توکي وویشل شول.