کابل ښاروالي پلان لري څو له کوټه سنګي( میرویس میدان) تر کمپنۍ چوک د سړک دواړو لورو ته فرعي لېکې په بنسټزه او معیاري توګه جوړې کړي. په وروستیو کې د تدارکاتو د قانون او کړنلارې له مخې له کوټه سنګي پله تر کمپنۍ چوک د یادو لېکو د قیر کولو داوطلبۍ چارې د ټولټال ۱۱۲۸۴ مترو په اوږدوالي ترسره شوې چې، د تدارکاتي هیئت تر ارزونې وروسته به د دواطلبۍ ګټونګی شرکت اعلان شي. کابل ښاروالي د یاد سړک په اوږدو کې له پرتو ښاریانو هیله لري، څو هرڅه ژر د دې سړک پر مسیر د خپلو ناقانونه تاسیساتو د پاکولو په اړه اقدام وکړي، له دې پرته به ورسره قانوني چلند وشي.
د کمپنۍ سړک په اوږدو کې پرتو ښاریانو ته ښه خبر!
31 سنبله 1401