د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خوړو نړیوال سازمان(WFP) له مسئولانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه!

31 سنبله 1401

8951.jpg (1024 × 576)

په هغه غونډه کې چې د بشري مرستو د عادلانه ویش او د لنډمهاله بوختیاوو موندلو پروګرام د پلي کيدو څرنګوالي په موخه جوړه شوې وه، په ټولنیزو او کلتوري چاروکې د ښاروالۍ مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور د ( WFP) یا د خوړو نړیوال سازمان له مسئولانو سره بحث او خبرې وکړې. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال له اړو ښاریانو سره د یاد دفتر له دوامداره مرستو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې، د ريښتینو اړو کسانو په پیژندلو او د مرستو په عادلانه ویش کې به هر راز مرسته کوي. مولوي منصوروویل چې، کابل ښاروالۍ د خوړو نړیوال سازمان د لنډمهاله بوختیاوو له پروګرام  څخه هرکلی کوي او  چمتو ده  چې په دې برخه کې غوره آسانتیاوې رامنځته کړي، څو له یوې خوا هغه ښاریان چې غواړي کار وکړي بوخت شي اوبل پلو  به په ښاري مدیریت کې له کابل ښاروالۍ سره د مرستې روحیه پیاوړې شي. د یادونې وړ ده چې، د خوړو نړیوال سازمان به له اړو کسانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او کابل ښاروالۍ به د مرستو په ویش کې ورته اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.