د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له پل باغ عمومي څخه تر پل خشتي پورې د غځیدلي سړک د جوړولو چارې پیل شوې!

2 میزان 1401

8954.jpg (1820 × 1024)د کابل ښاروالۍ له لوري او د خصوصي سکټور په ګډون د (۲۴۶۱۳۵۶۰) څلورویشت میلیونه شپږ سوه دیارلس زره پنځه سوه شپېته افغانیو په لګښت، د کابل سیند  شمال خوا ته له پل باغ عمومي تر پل خشتي، د (۵۵۰ )مترو په اوږدوالي او (۲۵) مترو پراخوالي سره د غځیدلي سړک جوړولو چارې پیل شوې. یاد سړک به چې د ښار په مرکزي برخه کې موقعیت لري او د کلونو په تېریدو ویجاړ شوی وو، په اساسي توګه تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې جوړ شي. د دې سړک لګښت د حبیب بلال سوداګریز شرکت له لوري ورکول کیږي، چې په بدل کې به یې یاد شرکت د سړک دواړو څنډو کې له جوړېدونکو هټیو څخه د کابل ښاروالۍ د عوایدو ریاست له لوري د کرایې تر ټاکلو وروسته د دریو کلونو لپاره ګټه واخلي. دیادولو وړ ده چې، دکابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو ریاست له لوري به په دوامداره توګه د یاد سړک له ډیزاین او کیفیت څخه څارنه کیږي، څو یې د جوړولو چارې  په ټاکل شوي وخت پای ته ورسیږي.