الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

سړکونو او واټونو ته له څېرمه پارکینګونو د عوایدو راټولولو قراردادونه فسخ شول!

2 میزان 1401

8955.jpg (2000 × 2000)

دا چې لیدل شوي دي د یو شمېر قرارداد کوونکو له امله په ښار کې بې نظمۍ رامنځته شوې دي او ښاریانو ته یې ګڼې ستونزې را ولاړې کړې دي، چې له څیړنې او ارزونې وروسته به د دې کار د هر اړخیز نظم لپاره اړین ګامونه واخیستل شي. له دې کبله ټولو کابل ښاریانو او هغو متشبثینو ته چې، له کابل ښاروالۍ څخه یې سړکونو او واټونو ته د څېرمه پارکینګونو قرارداد ترلاسه کړی وو، خبر ورکول کیږي چې له ادارو سره په همغږۍ د یوه منظم مکانیزم تر جوړولو پورې، له پارکینګونو د عوایدو د راټولولو قرارداد اعتبار ختم دی. د کابل ښاروالۍ مشرتابه مسئولانو ته لارښونه کړې ده، څو سیمې وڅاري او له ناقانونه پیسو اخیستو چې د موټر چلوونکو او ښاریانو د ځورونې سبب ګرځي، مخنیوی وکړي. ښاریان کولای شي د سرغړونې لیدلو په صورت کې له موږ سره د ( ۰۷۴۴۳۱۸۱۶۱)  وټس اپ شمېرې له لارې په اړیکه کې شي.