د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اولسمه ناحیه کې تنظفي حشر ترسره شو!

3 میزان 1401

 8957.jpg (1820 × 1024)

کابل ښار کې دتنظفي حشرونو پر دوام، داځل په اوولسمه  ناحیه کې د سیمې اوسېدونکو او دتنظیف کارکوونکو له لورې  تنظیفي حشر ترسره شو. د اولسمې ناحیې رئیس مفتي عبدالباري ایقاظ وویل: یاد حشر د سيمې اوسېدونکو او د کابل ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو په ګډون د شريف آباد په سېمه کې ترسره شو، چې په پایله کې شاوخوا شل لارۍ کثافات راټول او له ښار څخه دباندې ولېږدول شول. پاتې دې نه وي چې، ډېر ژر به په دې ناحیه کې دکثافاتو د راټولو لپاره بل تنظیفي حشر هم تر سره شي. همدا شان د ناحیې ریس په دې حشرکې د خلکو له ګډون څخه مننه وکړه او له ښاریانو څخه یې وغوښتل ترڅو د سیمې او ښار د لا ښه پاکیدو په موخه، د صفایي کتابچه واخلي.  د تنظیف دغه لوی حشر چې د سیمې د خلکو او کابل ښاروالۍ په مرسته په لاره اچول شوی وو، په  نتیجه کې د طلايي ښارګوټي، بوستان واټونو او نجات مېنې سیمې د کثافاتو له شتون څخه پاکې شوې.  دا په داسې حال کې ده، چې کابل ښاروالۍ له يو کال راهيسې د ښار د پاکوالي په موخه د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې تنظیفي حشرونه په لاره اچولي چې په پایله کې زرګونه ټنه کثافات راټول او له ښارڅخه یې بهر ته لېږدولې دي.