الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ختیځ زون ولایتونو د لیني موټرو د هډې لپاره نوې سیمه وټاکل شوه!

3 میزان 1401

8958.jpg (1200 × 675)له ترانسپورټ وزارت سره په همغږۍ د کابل ښاروالۍ له لوري،د نولسمې ناحیې اړوند په څرخي پله سیمه کې، (۱۸۰۰۰ ) متر مربع  ځمکه د ختیځ زون د ليني موټرو د هډې لپاره تر ټاکل کېدو وروسته پرانیستل شوه. د نولسمې ناحیې رئیس محمد حامد امیري په دې اړه وویل: د ښاریانو او موټر چلوونکو لپاره د آسانتیا برابرولو په موخه، د ختیځ زون د لیني موټرو د هډې لپاره ( ۱۸۰۰۰ ) متر مربع ځمکه ځانګړې شوې ده، چې (۱۲۰۰۰ ) متر مربع  یې د موټرو د تنظیم په موخه د ترانسپورټ وزارت په واک کې ورکړل شوې او پاتې (۶۰۰۰ )متر مربع نوره  یې بیا د کابل ښاروالۍ له لوري د یو شمېر تاسیساتو لکه د جومات، هټیو، رسټورانتونو، تشنابونو او زرغونې سیمې لپاره ځانګړې شوې ده، څو هېوادوال وکولای شي د سفر پرمهال له دې آسانتیاوو ګټه واخلي. کابل ښاروالۍ له ترانسپورت وزارت سره په ګډه د لیني موټرو د تنظیم په برخه کې کار کوي، څو لیني موټر په یوځای کې راټول او له هغه ځایه مسافر ولیږدوي. اوس مهال د ختیځ زون ( کابل- جلال آباد، کابل- لغمان، کابل- کنړ، کابل- نورستان او کابل- تورخم) لیني موټرو په تنظیم او لیږد کار روان دی.  د یادونې وړ ده چې مخکې د ختیځ زون د لیني موټرو هډې د یوه خصوصي شرکت له لوري په ناقانونه سیمه کې فعالیت درلود، چې ډیرې بې نظمۍ یې رامنځته کړې وې. د نوې هډې د فعالیت په پیل سره به له یوې خوا له ناقانونه فعالیتونو مخنیوی وشي او له بل پلو به مسافرو او هیوادوالو ته زیاتې آسانتیاوې رامنځته شي.