د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل والي د زمان خان کلا دسړک جوړونې پروژې یو شمیر کارکوونکي وستایل!

4 میزان 1401

8964.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په داسې حال کې چې کابل والي شیخ ندامحمد ندیم یې ملتیا کوله، د زمان خان کلا شپېته متره سړک د جوړولو له چارو یې ليدنه وکړه. ددې ليدنې پرمهال کابل والي شیخ ندامحمد ندیم د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست یو شمیر هغه کارکوونکي چې د ددغې پروژې پرمخ بیولوکې یې  له ځانه وړتیا ښودلې وه، په نغدي ډالیو ونازول او دوی یې وهڅول، څو د هیواد د آبادۍ او سمسورتیا په برخه کې لا ډیرې هڅې وکړي.نوموړي د کابل د آبادۍ او پرمختګ په برخه کې د کابل ښاروالۍ وروستۍ هڅې د قدر وړ وبللې او وویل: اړینه ده څو ټولې ادارې، بنسټونه، د امارت مسئولان او ټول ښاریان د کابل ښاروالۍ له پروګرامونو او پلانونو څخه ملاتړ وکړي.د یادونې وړ ده چې، د زمان خان کلا شپېته متره سړک دقیر اچونې او یو شمېر نورو اساسي برخو د جوړولو چارې روانې دي او د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست کارکوونکي هڅه کوي، څو د یادې پروژې چارې په سمه توګه بشپړې کړي.