د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د تمیم انصارپه خصوصي ښوونځي کې د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو!

5 میزان 1401

8965.jpg (1820 × 1024)

د عامه پوهاوي د پروګرامونو په دوام، دا ځل د اوومې ناحیې اړوند دتمیم انصار په خصوصي ښوونځي کې د ښاري فرهنګ د ودې په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شوه. په دې پروګرام کې د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر عبدالجبار شهامت، د ښاري اصولو او مقرراتو په اړه زده کوونکو ته معلومات وکړل او ویې ویل: اړینه  چې ده موږ ټول په خپل ښاري ژوند کې ټولنیز او ښاري مسئولیتونه په سمه توګه ادا کړو. بیا دعامه پوهاوي عمومي مدیر او د یاد پروګرام مسئول حاجي محمود واحدي خبرې وکړې او ویې ویل چې، کابل ښاروالي د نني نسل د وړتیا لوړونې په موخه د ښاري فرهنګ اړوندد عامه پوهاوي پروګرامونه تر لاس لاندې لري، چې یو په بل پسې به په بیلابیلو ښوونځیو کې پلي شي. نوموړي د ښوونځي له ښوونکو او زده کوونکو وغوښتل څو د ښاري پاکۍ، د زرغونو سیمو د ساتنې او له ښاري تاسیساتو د سمې ګټې اخیستنې په برخه کې د کابل ښاروالۍ ملتیا وکړي. وروسته د تمیم انصار خصوصي ښوونځي مسئول د خپلو خبرو په ترڅ کې ژمنه وکړه چې په خپل ورځني درسي مهالویش کې به د ښاري فرهنګ اړوند موضوعاتو ته ۱۵ دقیقې وخت ورکوي، څو زده کوونکي وکولای شي له ښاري اصولو او قوانینو سره بلد شي. په پای کې د عامه پوهاوي آمریت له لوري د بیلابیلو ښاري موضوعاتو په اړه ویډیويي کلیپونه نندارې ته وړاندې شول او په زده کوونکو یو شمېر ښوونیز او روزنیز توکي وویشل شول.