د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

اړمنو ښاریانو ته د مرستو د ویش لړۍ روانه ده!

5 میزان 1401

8967.jpg (1820 × 1024)

د څلورمې ناحیې په اړوند سیمو کې تر دې دمه (۶۳۰۰) اړمنو ښاریانو ته د خوراکي توکو مرستې ویشل شوې دي او دا لړۍ روانه ده. د څلورمې ناحیې رئیس سیدمحمود هاشمي، په یاده ناحیه کې د خوړو نړیوال سازمان له لوري اړو ښاریانو ته د مرستو لړۍ و ارزوله او ویې ویل چې، کابل ښاروالۍ یوازې مرستو ته زمینه برابروي، څو دغه مرستې واقعي اړو کسانو ته ورسیږي. د یادونې وړ ده چې، اړمن کسان له وړاندې د ګذر وکیلانو شورا له لوري په نښه کیږي، او تر دې دمه د یادې ناحیې (۶۳۰۰) اړو کسانو ته د خوړو توکو مرستې ویشل شوې دي او تر یوې میاشتې به نور هم دوام ولري. د خوړو نړیوال سازمان له لوري اړو کسانو ته (۴۳۰۰) افغانۍ نغدې ورکول کیږي، چې تر اوسه پورې څو ځلي ویشل شوې دي.