د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له پل باغ عمومي تر پل خشتي د غځیدلي سړک د جوړولو چارې رسماً پیل شوې!

5 میزان 1401

 8968.jpg (1820 × 1024)

د کابل سیند شمال خوا ته له پل باغ عمومي تر پل خشتي د غځیدلي سړک د جوړولو چارې، د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې د مرستیال مولوی محمد خالد سجستاني او د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور له خوا، په داسې حال کې چې یو شمېر پانګوال او سوداګر هم حاضر وو، رسماً پیل شوې. په یادو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال په خپلو خبرو کې وویل: یاد سړک چې د ښار په مرکزي برخه کې له ډیرو کلونو را پدیخوا ویجاړ وو، د خصوصي سکټور په مرسته به تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې په بنسټیزه توګه جوړ شي. ورپسې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال خبرې وکړې او ویې ویل چې، کابل ښاروالۍ هوډ لري څو دښار اصلي او فرعي سړکونو په لوړ کیفیت او بنسټیزه توګه جوړ کړي، چې ورسره به ښاریانو ته ترانسپورټي او ښاري آسانتیاوې رامنځته شي. یاد سړک چې ۵۵۰ مترو اوږدوالي او ۲۵ متره پراخوالي لري، دکابل ښاروالۍ له لوري د حبیب بلال سوداګریز شرکت په مالي مرسته، د هټیو او پارکینګونو د اجارې په بدل کې د ۲۴۶۱۳۵۶۰ څلورویشت میلیونه شپږ سوه دیارلس زره پنځه سوه شپېته افغانیو په لګښت به ځانګړو ډبرو جوړ شي او د کابل ښاروالۍ د عوایدو ریاست له خوا به د کرایې تر ټاکلو وروسته، یاد شرکت ترې د دریو کلونو لپاره ګټه اخلي.   د حبیب بلال سوداګریز شرکت مشر محمد میرزا کټواري د کابل ښاروالۍ له مشرتابه مننه وکړه چې خصوصي سکټور ته ځانګړی پام کوي او پانګوال، پانګې اچونې ته هڅوي. نوموړي ژمنه وکړه چې، یاد سړک به د ډیزاین له مخې په ټاکلي وخت کې به بنستیزه توګه جوړ کړي.