الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کیفیت او مصرف نیټې له پلوه، د خوراکي توکو د څارنې لړۍ روانه ده!

6 میزان 1401

8969.jpg (1820 × 1024)

د ښاریانو روغتیا ته د پاملرنې په موخه، د کابل ښاروالۍ د چاپیریالي روغتیا او چاپیریال ساتنې ریاست کارکونکو له خوا، په بازارونو کې د خوراکي توکو او څښاک موادو د څارنې لړۍ روانه ده.  تېره ورځ د مکروریانونو په بازارونو کې له یو شمېر هټیو د توکو د کیفیت او مصرف نیټې په موخه څارنه وشوه، چې په پایله کې ۴۰۰ کیلو ګرامه بې کیفیته  خوراکي توکي چې د مصرف کولو نیټه یې هم پای ته رسیدلې وه، راټول شول او د لمنځه وړلو په لپاره ټاکل شوي ځای ته ولیږدول شول. په یادو موادو کې نوشابې، کچپ، بيسکویټ او یو شمېر نور توکي شامل وو. د دې څارنې په بهیرکې د پلټونکو له خوا د سیمې فعالیت کوونکو او هټیوالو ته سپارښتنه وشوه، څو د بې کیفیته او تېر وخته خوراکي توکو له پلور څخه ډډه وکړي، کنه له قانوني چلند سره به مخ شي. له ټولو ښاریانو هیله کیږي، څو د پیرلو پر وخت د توکو نیټې او کیفیت ته پام وکړي.