د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال دبرښنا شرکت له اجرایوي ریس سره ولیدل!

7 میزان 1401

8972.jpg (1820 × 1024)

کال ښاروال مولوي عبدالرشید، د برښنا شرکت له اجرایوي ریس سره د ښاري موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړې. په دې لیدنه کې دواړو لورو د برښنا ستنو(پایو) د ځاې دبدلون، کوم چې دسړک جوړولو پروژو په وړاندې یې ستونزې را برسیره کړې، په پلو لاروکې د برښنا مزو د بیا ځلي ویجاړتیا دمخنیوي، د برښنا لګښت په بلونوکې د صفایي محصول و رګډول، د کابل ښاروالۍ او برښنا شرکت د پورونو پریکول، د کابل ښاروالۍ دډبرو او قیر دتولید فابریکو لپاره د برښنا تامینول او نورو اړینو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې او لازم تصمیمونه  ونیول شول. په پام کې ده چې د کابل ښاروالۍ چارواکې له برښنا شرکت سره په همغږۍ کې او د تخنیکي سندونو له برابرولو وروسته په دې اړه پریکنډه تصمیم ونیسي. د یادولو وړ ده چې، او سمهال د برښنا ستنو (پایو) د سړک جوړولو د (۱۵) پروژو په وړاندې خنډونه جوړ کړي چې د برښنا شرکت یې د له منځه وړلو په موخه د مرستې ژمنه وکړه.