ر
د اتمې ناحیې د دېرشم ګذر لپاره ټاکنې ترسره شوې، چې په پایله کې یې عظیم الله وکولای شول د ۲۷۸ رایو په ترلاسه کولو سره د دریو کلونو لپاره د یاد ګذر وکیل وټاکل شي. د کړنلارو او قوانینو له مخې ګذر وکیل د خلکو او مسئولانو ترمنځ د نښلوونکي پل حیثیت لري او مسئول دی څو د سیمې ټولنیزې، چاپیریالي او ښاري ستونزې له مسئولانو سره شریکې او حل کړي.