د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په حبیبه لېسه کې د ښاري فرهنګ د ودې په موخه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو!

7 میزان 1401

8974.jpg (1820 × 1024)

د ښاري فرهنګ د ودې په موخه د عامه پوهاوي پروګرام د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور په ګډون د حبیبې لېسې په تالار کې ترسره شو. په پیل کې د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست پرمهال د ښاروالۍ د اصولو او مقرراتو په اړه معلومات ورکړل،او ویې ویل چې د ښوونځیو ښوونکي،زده کوونکي او ټول ښاريان مسوولیت لري، تر څو د ښار پاکوالي او زرغونتیا کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. د کابل ښاروالۍ د ټولنيزو او فرهنګي چارو مرستیال وويل، د ښاري مديريت ښه والی د ښاريانو په همکارۍ پورې اړه لري او هيله ده چې ټول ښاريان په ځانګړې توګه زده کونکي او محصلين له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي. هغه زیاته کړه، د ښاري اصولو او مقرراتو په اړه د ننني نسل پوهاوی به یو روښانه او هوسا راتلونکی ټاکي، او دا اړینه ده چې موږ هر یو په ښاري او چاپیریالي ژوند کې خپل ټولنیز او چاپیریالي مسؤلیتونه درک کړو. په ورته وخت کې د دې لېسې مدير د دې پروګرام هرکلى وکړ او ويې ويل، چې د ښاري مسايلو په اړه به ټولګيو کې خپلو زده کوونکو ته معلومات وړاندې کړي ترڅو زده کوونکي له ښاري اصولو سره اشنايي ترلاسه کړي د غونډې په ورستۍ برخه کې د عامه پوهاوي د آمریت له خوا چې د دغه پروګرام تنظیم کوونکی و؛ یو شمیر ښوونیزې مجلې وویشل شوې او ویډیويي کلیپونه چې د ښاري او چاپیریالي مسایلو په اړه یې ښه معلومات درلودل. هم نشر شول.