د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ۱۷ او ۱۸ ناحیو له شوراګانو سره مشورتي ناسته ترسره شوه!

7 میزان 1401

8975.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو، چارو له ادارې او د ۱۷ او ۱۸ ناحیو له عالمانو شورا، ګذر وکیلانو او ځوانانو سره د چاپیریالي او ښاري ستونزو د حل په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه. په یاده ناسته کې له حکومت سره د خلکو د همکارۍ د پیاوړتیا، دګذر وکیلانو د فردي او ټولنیزو مسئولیتونو، د ښاریانو او مسئولانو د مسئولیت منلو، د مرستو په ویش کې په ریښتینې توګه د اړمنو پیژندلو، امنیتي او فرهنګي مسایلو په اړه خبرې وشوې. د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو او د چارو له ادارې د کلتوري او ټولنیزو چارو رئیسانو د خلکو لپاره د خپلو پروګرامونو په اړه وضاحت ورکړ او ډاډ یې څرګند کړ چې خلکو ته به ریښتني خدمتونه وړاندې کوي. مسئولانو په خپلو خبرو کې وویل چې د ښاریانو نظرونه او غوښتنې به تر چارواکو ورسوي او له پرځای نظرونو به د پروګرامونو په پلي کولو کې ګټه اخلي. د چارو ادارې د تطبیقي پلان له مخې به د خلکو له شوراګانو سره په ټولنیزو او نورو برخو کې  ناستې یو پر بل پسې پلې شي.