کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ښاري ستونزو د پېژندنې او حل په برخه کې د کابل د خلکو د متحدې شورا نظریات او وړاندیزونه واورېدل او د هغوی رغنده او معقول نظریات به د ښاري پلانونو په طرحه او ترتیب کې وکارول شی. د ښاري چارو د ښه مدیریت لپاره د ښاریانو ګډون، له ادارو او ښاري سکتور سره همغږي، د کابل ښار معیاري پراختیا، د ښاریانو د اړتیاوو پر بنسټ د معیاري خدمتونو وړاندې کول د کابل ښاروالۍ له لومړیتوبونو څخه دي، چې د دې ادارې مشرتابه لخوا په دې برخه کې ګټورې هڅې هم روانې دي.
کابل ښاروال د کابل د متحدې شورا له غړو سره وکتل!
7 میزان 1401