د پنځمې ناحیې د مسئولانو له لوري له قمبرڅلورلارې تر محمدیه جومات پرتو اوسیدونکو ته تر خبر ورکولو وروسته، اوس مهال د یاد سړک په اوږدو کې د پرتو استملاکي کورونو او خنډونو په لمنځه وړلو او ویجاړولو کار پیل شو. یاد سړک به په بنسټیزه توګه د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون د ۳۰۰ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو پراخوالي جوړ شي. له قمبر څلورلارې د کمپنۍ پر لور سړک یو له مهمو نښلوونکو سړکونو څخه شمېرل کیږي، چې د ډیزاین او پلان له مخې به یې چارې بشپړې شي.
تر کمپنۍ سړک د قمبرڅلولارې د دویم نښلوونکي سړک په اوږدو کې د خنډونو په پاکولو کار پیل شو!
9 میزان 1401