د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اوولسمه ناحیه کې د کانګریټ کولو د دوه پروژو کار پیل شو!

9 میزان 1401

8979.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د (اسکان) دفتر په مرسته د اوولسمې ناحیې اړوند په پنځه لسم ګذر کې د (۱۱۷۱) مترو په اوږدوالي د اوبو د لښتیو په ګډون د کانګریټ کولو د دوه پروژو چارې پیل شوې. د یادو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د اوولسمې ناحیې رئیس مفتي عبدالباري ایقاظ وویل: کابل ښاروالۍ هڅه کوي څو د خپلو امکاناتو په کچه، د ښاریانو ټولنیزې او نورې ښاري ستونزې له منځه یوسي، چې د ښار په بیلابیلو برخو کې د ټولګټو پروژو پلي کول یې ښه بېلګه ده. نوموړي په خپلو خبروکې وویل چې، ښاریانو ته اړینه ده څو له کابل ښاروالۍ سره د پروژو په پلي کولو کې مرسته وکړي. په پام کې ده چې، د پنځه لسم ګذر په دوه برخو کې د کوچینو او لویو کوڅو دکانګریټ کولو چارې، چې یوه برخه یې ۳۲۴ متره اوږدوالی او دویمه برخه یې بیا ۸۴۷ متره اوږدوالی لري، د سړو موسم تر را رسېدو وړاندې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.