د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قلعه حیدرخان سیمې د ګچ په یو شمېر کارخانو کې د لوګي د تصفیې فلټرونه ولګول شول!

9 میزان 1401

8980.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د چاپیریالي روغتیا او چاپیریال ساتنې ریاست په هڅو د څوارلسمې ناحیې اړوند په قلعه حیدرخان سیمه کې د ګچ په ۳۶ کارخانو کې د لوګي د تصفیې فلټرونه ولګول شول. د کابل ښاروالۍ د چاپیریالي روغتیا او چاپیریال ساتنې ریاست مرستیال ډاکتر مسعود فقیري وايي، چې دا کار یې د کابل هوا په ککړتیا کې د کموالي راوستو په موخه ترسره کړی دی او هڅه کوي څو ټولې د ګچ او خښتو جوړولو کارخانې، د ودونو هوټلونه، لوړ پوړیزې ودانۍ او حمامونه د لوګي د تصفیې لپاره فلټرونه نصب کړي. د سړو موسم په را رسېدو سره ښاریان د تودخې په موخه له غیر معیاري سون توکو کار اخلي او ورسره د کابل ښار هوا ککړه کیږي. د چاپیریالي روغتیا او چاپیریال ساتنې ریاست مسئولان وايي، چې د سړو په موسم کې د غیر معیاري سون توکو کارولو  د مخنیوي په برخه کې هم ځانګړي پلانونه لري، څو وکولای شي تر یوه بریده د هوا د ککړتیا مخه ونیسي. د یادونې وړ ده چې اوس مهال د ګچ جوړولو کارخانې یوازې په قلعه حیدرخان سیمه کې فعالیت کوي.