د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښار په کچه دلښتیو د پاکولو او کثافاتو ټولولو لړۍ روانه ده!

10 میزان 1401

 8981.jpg (1820 × 1024)

له بده مرغه یو شمېر ښاریان په لښتیو کې د کثافاتو اچولو له امله د لښتیو د بندیدو لامل ګرځي او کثافات په پلو لارو، سړکونو او نا مناسبو ځایونو کې اچوي، چې د دوی د دې ناوړه کار له امله، له یوې خوا د تنظیف په کارکوونکو باندې فشار راځي او بل خواته د کابل ښاروالۍ ډیر شمېر مالي سرچینې په دغه کار باندې مصرف کیږي. هیله ده څو ښاریان په لښتیو کې د کثافاتو له غورځولو څخه په کلکه ډډه وکړي او خپل تولید شوي کثافات په ځانګړو کثافت دانیو او ټاکل شویو ځایونو کې واچوي، ځکه د راټولولو او لیږد له امله یې کابل ښاروالۍ خپل ډیري کاري فرصتونه له لاسه ورکوي. دا باید هیر نکړو چې، نارنجي اغوستونکي د کثافاتو راټولولو سربیره د لښتیو پاکولو په برخه کې هم ډیر زیار باسي.