الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د احمدشاه بابا مېنې څلورم بلاک پارک د انګړ د دیوال جوړولو کار پیل شو!

10 میزان 1401

 8983.jpg (886 × 886)

د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه، د احمد شاه بابا مېنې د څلورم بلاک پارک د انګړ د دیوال جوړولو کار،د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل او د دولسمې ناحیې د رئیس مولوي سحر ګل نقشبندي له خوا په داسې حال کې چې د سیمې یو شمیر اوسیدونکي هم حاضروو  پیل شو. د زرغونتیا ریاست رئیس په خپلو خبروکې د سیمې له اوسیدونکو وغوښتل څو د زرغونو سیمو په ساتنه او خړوبولو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي، ځکه پارکونه عامه شتمنۍ ده او د سیمې اوسیدونکي ترینه ګټه اخلي. د یادولو وړ ده چې،په لومړی سرکې به د یاد پارک د انګړ دیوال، د ۱۲۸۰ مترو په اوږدوالي د کټارو په ګډون جوړ او وروسته به یې د زرغونتیا او نورو تاسیساتو د جوړولو چارې پیل شي.