د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د چاپیریال له پاک ساتلو څخه په جدي توګه څارنه کیږي!

10 میزان 1401

8984.jpg (1820 × 1024)د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه، د کابل ښاروالۍ د چاپیریالي روغتیا او چاپیریال ساتنې ریاست له لوري په لوړ پوړیزو ودانیو کې د لوګي د فلټر له نصب کولو او د ودانیو د فاضلاب له څرنګوالي څخه څارنه روانه ده او دا لړۍ د یادو سیستمونو داصلاح کولو په موخه د کابل ښار ټولو برخو ته غځول کیږي. د څار په دې لړۍکې کلینیکونه، روغتونونه، ښارګوټي او لوړ پوړیزې داستوګنې او سوداګرۍ ودانۍ شاملې دي چې په دې برخه کې یو شمېر مالکانو ته د خبرتیاوو له لارې سپارښتنې شوې، څو خپل فعالیتونه له ښاري اصولو او قوانینو سره برابر کړي او له دې پرته به ورسره جدي قانوني چلند وشي. د یادولو وړ ده چې، په لوړ پوړیزو ودانیو، کارخونو، صنعتي فابریکو، حمامونو، هوټلونو او نورو ځایونو کې د لوګي د تصفیې لپاره د فلټر نصب اړین او حتمي دي او همدا راز دهیڅ سوداګریزې او استوګنې ودانۍ خاوند حق نه لري څو دخپل فاضلاب لوری د اوبو لښتیو ته را وګرځوي. همدا راز د لوړ پوړیزو ودانیو خاوندانو ته دا سپارښتنه هم وشوه، څو د خپل کور فاضلاب ته هم د تصفیې سیستم نصب او د زرغونتیا لپاره ترې ګټه پورته کړي.