د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو ریاست له لوري د ګذر وکالت د ټاکنو پر دوام د دریمې ناحیې د ۶ م ګذر لپاره ټاکنې ترسره شوې چې، په پایله کې یې پاچا خان د ۱۵۲ رایو په ترلاسه کولو سره د یاد ګذر لپاره د دریو کلونو لپاره وکیل وټاکل شو. د ګذر وکالت په ټاکنو کې د خلکو ګډون د دې ښکارندويي کوي چې خلک غواړي خپل ریښتیني استازي وټاکي. د قوانینو او کړنلارو له مخې ګذر وکیل مسئولیت لري څو د سیمې ستونزې وپیژني او د حل په موخه یې له مسئولانو سره شریکې کړي. ګذر وکالت یوه پاکه او لویه دنده ده او اړينه ده په پوره ریښتینولی ترسره شي.
د دریمې ناحیې د ۶ م ګذر لپاره وکیل وټاکل شو!
11 میزان 1401